فلسطینی دوزخ او جنت
باچا خان چې کله د حج فریضې ادا کولو لپاره تللی وو او له هغه خوا چې بیرته خپل وطن ته راتله د عربي هېوادونو څخه یې لیدنه کړې وه په فلسطین کې یې چې څه حالت لیدلی وو، هغه یې داسې بیانولو او د فلسطیني مسلمانانو راتلونکی ورته ډیر تیاره ښکاره کېده؛ [یوه صحراء او شګې دي، خو چې کوم ځای نه د یهودو فلسطین شروع کېږي، نو هلته نارینه څه کوې چې ښځو هم مټې رانغښتې دي او وطن ابادوي او نتیجه ئې دا ده چې د عرب او یهود فلسطین مثال د دوزخ او جنت دی، دې خوا هغه سرې او تودې شګې هم شان پرتې دي لکه څنګه چې د آدم ع په وخت کښې وې او هغه خوا یهود ورپورې نښتي دي، د موجوده زمانې د سایئنسي زده کړو په مرسته او په خپل همت ئې ترې جنت جوړ کړی دی، ځای په ځای پکښې باغونه دي او د باغونو په منځ کې ښکلي کورونه او پکې پاک ساک بچي].
۶۹ مخ
باچاخان او خدائي خدمتګاري
---------------------------------------------------------------------------------------
په نورو خواله رسنیو کې له ما سره یو ځای شئ!
فیسبوک
/ mujeebiman
لنکیډ این
/ mujeebiman
انسټګرام
/ mujeebiman
ټویټر
/ mujeebiman